IQNA

د نجومي محاسباتو له مخې په عربستان کې د رمضان میاشت د سلواغې په ۳۰  پیلېږي

14:39 - February 10, 2026
د خبر لمبر: 3492432
ایکنا - په داسې حال کې چې د نړۍ په ګوټ‌ګوټ کې میلیونونه مسلمانان د روژې دمبارکې میاشتې د رارسېدو په تمه دي او وروستۍ شېبې شمېرل کېږي، د نجومي محاسباتو اټکلونه ښئي چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د شعبان میاشت به د نجوم له نظره د چهارشنبې له ورځې سره پای ته ورسېږي او پر همدې اساس، د روژې لومړۍ ورځ به پنجشنبه ،یعني د فرورۍ ۱۹مه ( او د سلواغې ۳۰ ) وي.

  ایکنا نیوز د دلیل السعودیه په حواله راپور راکړی، د نجومي اټکلونو پر بنسټ، د سږني کال د رمضان میاشتې به بشپړې ۳۰ ورځې وي او د شنبې ورځ، د ۲۰۲۶ کال د مارچ ۲۱ ، به د نېکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ وي. په دې ورځ به د نړۍ مسلمانان د یوې میاشتې روژې ساتل  پای ته ورسوي ، او په معنوي فضا او له کورنیو اړیکو سره یوځای اختر ونمانځي.

محمد غریب، چې د ملي نجومي او جیوفیزیکي څېړنو په مؤسسې کې د فلکي څېړنو استاد دی، په دې اړه وویل چې نجومي محاسبات ښئي د شعبان میاشت به په ډېر احتمال سره ۳۰ ورځې وي، او  د نجوم له مخې تمه ده د رمضان لومړۍ ورځ د فرورۍ له ۱۹  (د سلواغې ۳۰ ) سره برابره شي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې دقیقې نجومي محاسبې ښئي چې د رمضان المبارک د میاشتې  د څار له وخته مخکې راخیږي، خو د لمر له لوېدو وروسته د میاشتې د پاتې کېدو موده د دې د لیدل کېدو د امکان په ټاکلو کې اساسي رول لري.

په داسې حال کې،د عربستان د هواپېژندنې کارپوه، خالد الزعاق،ووئيل چې موجود معلومات ښئي د چهارشنبې ورځ، د فرورۍ ۱۸مه (د سلواغې ۲۹ )، به د رمضان د مبارکې میاشتې پیل وي، او د میاشتې له ۳۰ ورځو بشپړېدو وروسته به د جمعې ورځ، یعنی د ۲۰۲۶ کال د مارچ ۲۰ ، د عربستان په کچه د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي.

https://iqna.ir/fa/news/4333295 

captcha